د پاکستان صدراعظم عمران خان خبرداری ورکړ چې په کشمیر کې به خلک په وینو کې ولامبي.
عمران خان پرون (سپټمبر ۲۷مه) د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وړاندوینه وکړه چې په کشمیر کې د هند فعالیتونه به مسلمانان ځوانان افراطیت ته وهڅوي.
د هند دولت د اګسټ په پنځمه د هندي کشمیر هغه اختیارات لغوه کړل چې د هند اساسي قانون ورکړي وو او هلتهیې خپل پوځي حضور پراخ کړ. اسلام اباد د نوي ډیلي دې پرېکړې پر ضد سخت اعتراض وکړ.
د پاکستان صدراعظم، عمران خان پرون په ملګروملتونو کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې مداخله وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ چې اټمي قدرت لري، د بحران د پېښېدو مخنیوی وکړي.