پولیسو په څو ولایتونو کې شااوخوا ۴ ټنه نشه يي مواد ونیول

له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په څو ولایتونو کې څو ټنه نشه يي مواد ونیول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر اساس په کابل، ننګرهار، لوګر، نیمروز، فراه او هېواد په ځینو سیمو کې عملیات وشول.

دی وایي: (۷۹) عملیات وشول چې په نتیجه کې یې څه د پاسه څلور ټنه نشه يي مواد ونیول شول. دغه ډول د نشه يي موادو د قاچاقو او ساتنې په تور (۹۵) کسان هم ونیول شول چې یو يې پولیس و.

تورن کسان د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.