د پکتیا امنیتي چارواکي وایي چې تېره شپه د سید کرم ولسوالۍ اړوند کوسین سيمه کې وسله مخالفینو غوښتل چې پر پوستو باندې بریدونه وکړي چې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې یې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر وسلې یې له منځه تللي.
د امنیې قوماندانۍ د پولیسو ویاند وایي، په برید کې ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.