پاکستان له افغانستان سره تر انتخاباتو ټولې دخولي دروازې وتړلې

وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د ګډوډولو خبردارى ورکړ، پاکستان ټولې دخولي دروازې وتړلې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن په يوه اعلاميه کې وويل، دغه دروازې به سبا هم د انتخاباتو په ورځ د خلکو او تجارتي لاريو پرمخ تړلې وي.

وروسته له هغې چې د طالبانو رهبرانو د افغانستان ولسمشرۍ انتخاباتو د ګډوډولو خبردارى ورکړ، دغه ټاکنې له وېرې او اندېښنو سره ترسره کېږي.

پاکستان اعلان کړى چې د کرښې په اوږدو کې يې اضافي امنيتي ځواکونه ګمارلي چې افغانستان ته د افراطي وسله والو د اوښتو مخنيوى يقيني شي.

پر افغان طالبانو تور پورې شوى چې د پاکستان د استخباراتي ادارو په همکارۍ يې د کرښې په اوږدو کې له خپلو پټنځايونو په افغانستان کې خونړۍ حملې پلان کړي، خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

دغه ټاکنې په داسې حال کې کېږي چې څو اوونۍ مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ټکنۍ شوې او په افغانستان کې يې د نورې ناامنۍ وېره زياته کړې ده.