د ایران له خوا نیول شوې بریتانوۍ بېړۍ له بندر عباس څخه وتلې

د کښتيو د څار یو شرکت وايي، د تېلو هغه لېږدوونکې کښتۍ چې د بريتانيا بيرغ ورباندې ځوړند و او په جولای میاشت کې له عملې سره يوځاى د ایران له خوا نیول شوې وه، حرکت پیل کړی او د ایران له بندر عباس څخه وتلې ده.

د ریفېنېټیف په نوم دغه شرکت نن سهار وویل، د سټینا ایمپیرو په نوم دې بریتانوۍ کښتۍ له بندر عباس څخه تر روانېدو مخکې خپل لوری د سعودي عربستان د جُبیل له بندره راشد بندر ته بدل کړی دی.

تر اوسه پورې د دې بېړۍ روانېدل په رسمي توګه نه دي تأیید شوي.

راشد بندر د متحده عرب اماراتو د دُبۍ تجارتي بندر دی.

جُبیل بیا د سعودي عربستان بندري ښار ګڼل کېږي.

سټینا ایمپیرو کښتۍ د جولای پر ٢١مه د ایران له خوا تر نیول کېدو مخکې خپل اصلي منزل جُبیل ټاکلی و.

ایراني چارواکو دا کښتۍ چې د بريتانيا بيرغ ورباندې ځوړند و او د هغې عمله یې تورنه کړې وه چې نړیوال سمندري قوانین یې نه وو مراعت کړي.

تر دې مخکې د بريتانيا شاهي ځواکونو یوه ایرانۍ کښتۍ سوریې ته د تېلو د لېږد په شک په جبل الطارق کې نېولې وه چې وروسته خوشې شوه.

د ايران د حکومت يوه وياند د سپټمبر پر درویشتمه ویلي وو چې د سټینا ایمپیرو په نوم کښتۍ ازاده ده چې حرکت وکړي، خو دا یې نه وو ویلي چې کله به د ایران له بندره روانه شي.