سعودي عربستان د ٤٩ هېوادونو وګړو ته د سیاحتي وېزو ورکول پیل کړي 

د سعودي بیرغ

سعودي عربستان وايي، د لومړي وار لپاره به د ٤٩ هېوادونو وګړو ته د سیاحتي وېزو ورکول پیل کړي.

دا هېواد هڅه کوي چې سېلانیان ورجلب او همدارنګه خپل اقتصاد له تېلو هاخوا پر متنوع عوایدو متکي کړي.

دې هېواد نن جمعه اعلان وکړ چې دوی به له بهرنیو کمپنیو څخه وغواړي چې د ګرځندويی په برخه کې پانګونه وکړي.

سعودي هیله لري چې تر ٢٠٣٠ میلادي کال پورې به یې دا اقدام ناخالص کورني توليدات په سلو کې ١٠ زيات کړي.

روېټرز خبري اژانس د سعودي عربستان د ګرځندوی ادارې د مشر احمد الخطیب له قوله ویلي، د ښځینه سېلانیانو لپاره به بشپړ حجاب شرط نه وي، خو نسبتاً مناسب کالي اغوستل به ورته ضرور وي.

نوموړي ویلي، په دې هېواد کې به لا هم پر الکولو بندیز وي او زیاته کړې یې ده چې موږ به کافي سېلانیان ولرو چې سعودي عربستان ته له نورو شیانو څخه د خوند اخیستو لپاره ورشي.

د سعودي وېزې به د شااوخوا اتیا ډالرو په بدل کې انلاین ورکول کېږي او پر هغو ښځو به چې یوازې دې هېواد ته سفر کوي، د شرعي محرم د ملتیا شرط نه ایښودل کېږي.

همدارنګه به سعودي عربستان کې د مسلمانانو دوو سپېڅلو ښارونو مکې مکرمې او مدینې منورې ته د سېلانیانو پر ورتلو محدودیت وي.