د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ټرافيکي پېښې له امله ۴ کسان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په دې ټکر کې چې د ګرشک په آب پاشک سيمه کي د موټرسايکل او ټېلر ترمنځ شوی، دوه مېرمنې او دوه نارينه وژل شوي او يو ماشوم ژوبل شوی دی.
ځواک ازادي راډيو ته وويل چې پېښه د ټېلر موټر د چلونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
ټکر نن له غرمې وروسته شوش دش.