ولسمشر محمد اشرف غني او مایک پامپیو ټیلیفوني خبرې کړي

ولسمشر محمد اشرف غني او مایک پامپیو

د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د سپټمبر په ۲۶مه د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټيليفوني خبرې کړي دي.

دا خبر پرون ولسمشر اشرف غني پر ټوېټر خپور کړی او لیکلي یې دي چې د انتخاباتو پر امنیت او په ټاکنو کې د خلکو د پراخ مشارکت په اړه یې خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

اشرف غني په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د امریکا له مرستې یې مننه کړې او د افغانستان د ثبات لپاره یې د امریکا مشارکت مهم بللی دی.

د جمهوري ریاست انتخابات سبا شنبه د میزان يه ۶مه دي.