په غزني کې پنځه وسله وال طالبان د نړیوالو هوايي ځواکونو په حمله کې وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري پرون د سپټمبر په ۲۶مه ازادي راډیو ته وویل چې حمله د غزني ښار په څنډه کې د اسفندې او قره باغ پر لار شوې ده.
محمد عارف نوري وویل: پنځه وسله وال طالبان چې په یوه کرولا موټر کې له اسفندې د قره باغ ولسوالۍ ته تلل، د ماسپښین په دوه نیمو بجو ائتلافي قواوو وویشتل.
وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د غزني په ډېرو ولسوالیو کې وسله وال طالبان پراخ حضور لري.