د کورنیو چارو وزارت وایي، د انتخاباتو لپاره به کلک امنیت ونیسي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې وايي چې د دې انتخاباتو کلک امنیت به ونیسي.

له دې مخکې طالبانو ګواښ کړی و چې د انتخاباتو بهیر به ګډوډ کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل، دا ځل جدي تدابیر نیول شوي او طالبان نه شي کولی چې د انتخاباتو بهیر ګډوډ کړي.

ښاغلي رحیمي وویل، طالبان او نورې ترورېستي ډلې ونه توانېدلې چې د هېڅ یوه کاندید کمپاین ته امنیتي ستونزې جوړې کړي، خو د شویو حملو په اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې ټولې دا حملې د کاندیدانو د کمپاین له غونډو بهر شوي دي.