د فاریاب امنیتي چارواکي په پښتون کوټ ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې د اوو افغان سرتېرو د ودژل کېدو خبر ورکوي.
سیمه ییز چارواکي وايي چې دا سرتېري تېره شپه د پښتون کوټ د دهن دره سیمې د اوبو په بند کې د طالبانو په حمله کې ووژل شول.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې په دې جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان هم مړه او ټپیان شوي دي.
دی وایي: د مرستندویو ځواکونو له رسېدو سره سم موږ د دښمن حمله په شا وتمبوله، په جګړه کې له لسو زیات طالبان مړه او ټپیان شول، اووه تنه سرتېري د هېواد د دفاع په خاطر شهیدان شول.
د یورش په وینا، په نښته کې څلور افغان سرتېري هم برسېرن ټپیان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.