چارواکي: په ارزګان کې د عملیاتو پرمهال ۱۶ طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې تېره شپه یې د عملیاتو پرمهال ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.

د دغه ولایت امینه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله وال تېره شپه د مرکز ترینکوټ اوړند د جګې هدیرې په سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پرمهال افغان او بهرنیو ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.