له بامیانو به سږکال ۳۷۰ زره ټنه کچالو نورو ولایتونو او هېوادونو ته صادر شي.
د دغو کچالو اقتصادي ارزښت ۵ ميلیارده افغانۍ اټکل شوی دی.
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدلوهاب محمدي وايي، په دې ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله د کچالو په محصولاتو کې د تېرکال په پرتله ۲۰ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.
د ښاغلي محمدي په خبره، په تېرو کلونو کې به د بامیانو کچالو د افغانستان یو شمېر ولایتونو او ګاونډي هېواد پاکستان ته صادرېدل، خو سږکال ټاکل شوې چې اذربایجان ته هم صادر شي.