طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان ته د فعالیت د پیلولو اجازه ورکړې

وسله والو طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ته بېرته په هغو سیمو کې چې د دوی ترکنټرول لاندې دي، د فعالیت د پیلولو اجازه ورکړې ده.

طالبانو پرون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې رامنځته شویو ستونزو او د طالبانو او د روغتیا د سازمان د پلاوو ترمنځ د پرله پسې غونډو او خبرو په نتیجه کې یې بېرته د دې سازمان بشري او روغتیایي فعالیتونو ته اجازه ورکړې ده.

طالبانو د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د دغه روغتیایي نړیوال سازمان او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې فعالیتونه په خپلو کنټرول لاندې سیمو کې منعه کړي وو.

طالبانو هغه مهال ویلي وو چې د پولیو واکسین د کمپاینونو په جریان کې د دغو نړیوالو موسسو د مشکوکو فعالیتونو په خاطر د هغوی د فعالیتونو مخه نیسي.

له دې مخکې طالبانو د سپټمبر په ۱۵مه د سره صلیب کمېټې ته بېرته د فعالیت د پیلولو اجازه ورکړې وه.