د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو انتخاباتي مبارزه تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېده او نن او سبا د چوپتیا دوره ده.
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي محمد قاسم الیاسي پرون ازادي راډیو ته وویل چې که هر کاندید د چوپتیا اصل مراعات نه کړي، له پنځو زرو تر یو لک افغانیو نغدي جریمه کېدای شي.
د دغې دورې له پیلېد سره د ولسمشرۍ ټول کاندیدان مکلف دي چې خپل عکسونه او نور کمپایني بیلبورډونه له ښارونو لېرې کړي او د رأیې ورکولو د مرکزونو په سل مترۍ کې هم باید د هېڅ یوه کاندید عکس ونه لیدل شي.
ټاکل شوې بل سبا د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، له نهه نیم ميلیونو زیات وګړي له دې کمېسیون سره د رأیې ورکوونکو په توګه ثبت شوي او د رأیې ورکولو په ورځ به په ټول هېواد کې د رأیې ورکولو ۴۹۴۲ مرکزونه د دوی پرمخ خلاص وي.