یو مسترد شوی افغان د محکمې د پرېکړې پر اساس بېرته جرمني ته ستون شوی

د جرمني پولیس

د جرمني پولیسو پرون د سپټمبر په ۲۵مه وویل چې یو افغان ګډوال د محکمې د پرېکړې پر اساس بېرته جرمني ته ستون شوی دی.

د مسترد شوي افغان هویت نه دی څرګند شوی.

د افغانستان دا پناه غوښتونکی د جرمني پولیسو د روان کال د مې په میاشت کې د جرمني او اتریش پر ګډه پوله نیولی و او یونان ته یې استولی و.

د اروپايي اتحادیې د قوانینو پر اساس، هغه کډوال چې لومړی د یونان خاورې ته رسېږي او هلته يې معلومات ثبتېږي، له هره بله اروپايي هېواده باید په ۴۸ ساعتونو کې بېرته یونان ته مسترد شي.

د جرمني د خبري اژانس په حواله، د هامبورګ ښار محکمې د اګست په اتمه جرمني ته د دې وګړي د بېرته ستنولو پرېکړه کړې، د دی لپاره چې هغه افغانستان ته د مستردېدو له ګواښ سره مخامخ و.

جرمني تر دې وړاندې ګڼ شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې اسناد یې په هغه هېواد کې رد شوي وو، افغانستان ته ستانه کړي دي.