ایا نوماندان وتوانېدل په سم ډول خپلې برنامې له خلکو سره شریکې کړي؟

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان

پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، ولسمشرۍ ته نوماندانو خلکو سره د خپلو برنامو د شریکولو پر ځای، یوازې پر یوه او بل نیوکې وکړې.

دوی همدا ډول د ټاکنو د روڼتیا په اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي، که ټاکنې رڼې ونه‌شي، شاید افغانستان بحران ته ولاړ شي.

امید زهیرمل د افغانستان پر ټاکنو د څار او روڼتیا مؤسسې له اجرائیه رئیس حبیب‌الله شینواري سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې ایا نوماندان وتوانېدل په سم ډول خپلې برنامې د کمپاینونو په لړ کې له خلکو سره شریکې کړي؟

Your browser doesn’t support HTML5

پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه د ټاکنو د روڼتیا په اړه اندېښنه ښيي