د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموريت يا يوناما د پکتیا ولايتي دفتر د ساتونکو مشر د خپل يوه سرتېري لخوا وژل شوی دى.
د پکتيا د پولیسو ویاند سردار ولي تبسم نن وويل، پېښه تېره شپه د خپلمنځي شخړې له امله رامنځته شوې او د څېړنې لپاره یې تخنیکي ډله ټاکل شوې ده.
د ښاغلي تبسم په وینا هغه سرتېرى هم وژل شوی چې پر خپل قوماندان یې ډزې کړې وې.