د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې چارواکي وایي، ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي غلام ولي افغان په دفتر کې په لښکرګاه ښار کې چاودنه شوې.
د هلمند د والي دفتر مطبوعاتو مسئول زاهد اتل ازادي راډیو ته وویل، د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنه کې ښاغلي افغان ته زیان نه دی رسېدلی خو دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
په ټپیانو کې د هلمند د سرحدونو او قبايلو چارو رئيس نويد نظري او د لښکرګاه – کندهار د لويې لارې د کنډک قومندان جګړن هدايت شامل دي.
چاودنه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوو بجو شوې ده.
د نوموړي په وینا د ښاغلي افغان د دفتر په یوه خونه کې مقناطیسي ماین ځای پرځای شوی و.
تراوسه ددې چاودني مسئوليت چاپه غاړه نه دی اخستی.