پکتیا کې یو قومي مخور او د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم غړی په ډزو وژل شوی

ښاغلی جلالي پرون سه شنبه (تلې دویمه) په ګردېز ښار کې په نښه شو.

ناپېژاندو کسانو د پکتیا کې یو قومي مشر وکیل جان محمد جلالي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړی و، په ډزو وژلی دی.

ښاغلی جلالي پرون سه شنبه (تلې دویمه) په ګردېز ښار کې په نښه شو.

د افغانستان اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د هغه وژنه غندلې او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې وژونکي یې ومومي.

د دغه قومي مخور د وژنې مسئولیت تردې مهاله چا نه دی منلی.