په کندهار ښار کې د محمد اشرف غني د انتخاباتي کمپاین پر دفتر د ماین په چاودنه کې درې کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر ازادي راډیو ته وویل، چې چاودنه تېر ماښام (تلې دویمه) د اتو بجو په شااوخوا کې د دولت ساز ټیم پر دفتر وشوه.
هغه وویل: د محمد اشرف غني د کمپاین دفتر چې د کندهار ښار په څوارلسمه امنیتي حوزه کې دی، پر دیوال یې یو ماین نښلول شوی و چې انفجار یې وکړ، په دغه پېښه کې د یو ماشوم په ګډون درې ملکیان ووژل شول."
د نوموړي په خبره، اووه تنه ټبیان هم چې یوه یې ښځه ده تول ملکیان دي.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.