د بریتانیا سترې محکمې د پارلمان ځنډولو پرېکړه غیرقانوني بللې

د سترې محکمې قاضي بریندا هالې وویل چې پارلمان نه دی ځنډول شوی او دا په پارلمان او د پارلمان په رئیس پورې اړه لري چې دوی څه کول غواړي.

د بریتانیا سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د صدراعظم بوریس جانس د پارلمان د ځنډولو پرېکړه غیرقانوني وه. د محکمې د پريکړې له مخې، پارلمان هر وخت چې وغواړي، کولای شي بېرته خپلې غونډې پیل کړي.

نن د سترې محکمې قاضي بریندا هالې وویل چې ټولو یوولسو قاضیانو دا پرېکړه منلې ده.

هغې وویل چې ملکې الیزابت ته د پارلمان ځنډولو مشوره ورکول یو غیر قانوني کار وو، ځکه پرته له کومې توجيه، د اساسي قانون له مخې د خپلې دندې تر سره کولو څخه یې د پارلمان مخه نیولې ده.

دې زیاته کړه چې پارلمان نه دی ځنډول شوی او دا په پارلمان او د پارلمان په رئیس پورې اړه لري چې دوی څه کول غواړي.

د سپتمبر له لسمې د اکتوبر تر څوارلسمې نېټې د بوریس جانسن له خوا د پارلمان ځنډولو پرېکړه د کانګریس د ګڼو غړیو له انتقاد سره مخامخ شوه.

څېړونکي وايي جانسن په دې اقدام سره هڅه کړې چې له اروپايي اتحاديې څخه د بریتانیا د وتلو په وروستیو اوونیو کې پر دې موضوع بحثونه اغېزمن کړي.