کونړ کې د دانګام لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال چاودنه کې وژل شوی

ولایتي چارواکي وايي دغه طالب ته له وړاندې په سیمه کې ماین ځای پرځای شوی و.

د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایت چارواکې وايي، د دانګام لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال په یوه چاودنه کې وژل شوی او دوه ملګري يې ټپيان شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د سې شنبې په ورځ (تلې دویمه) ازادي راډیو ته وویل، د خلیل په نوم دا طالب تېره ورځ د شلتن ولسوالۍ په چوګام کې وژل شوی.

ښاغلي مصمم وویل، ماین له وړاندې په سیمه کې ځای پرځای شوی و.

تر اوسه طالبانو د دې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.