د ارمنستان د پولیسو پخوانی رئیس هایک هاروتیونیان تېره شپه په پلازمېنه اېروان کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.
د پولیسو چارواکو د ازادي راډيو ځايي څانګې ته وویل، لومړني تحقیقات ښيي چې ښاغلي هاروتیونیان ځان وژنه کړې ده.
نوموړی په سر په مرمۍ لګېدلی دی.
دی د پخواني ولسمشر رابرت کوچاریان پر وړاندي د یوې قضيې شاهد وو.
پر کوچاریان او درېیو نورو پخوانیو چارواکو تور دی چې د ۲۰۰۸ میلادي کال په مارچ کې يې تر نښتو وروسته ځواکونه راغوښتي وو چې په نتيجه کې يې د قانون جوړوونکو چارواکو په ګډون لږ تر لږه لس کسان ووژل شول.
د همغه کال په جولای کې تر نیول کېدو وروسته کوچاریان دوه ځلې راخوشی شو، خو بیرته توقیف شو.