کندهار کې یوه افغان سرتېري درې امریکايي پوځیان ټپیان کړي

د بهرنیو سرتېرو په متقابلو ډزو کې بریدګر وژل شوی.

د کندهار په هوايي ډګر کې په یوه داخلي برید کې یوه افغان سرتېري درې امریکايي پوځيان په ډزو ټپیان کړي دي.

د بهرنیو سرتېرو په متقابلو ډزو کې بریدګر وژل شوی.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وایي، پېښه پرون ورځ ناوخته رامنځته شوې.

د کندهار یوې امنیتي سرچنې ازادي راډیو ته ویلي چې برید د عامه نظم یوه سرتیري لخوا شوی دی. تراوسه د برید انګېزه معلومه نه ده.

بلخوا طالبانو ددغه برید مسئولیت منلی دی.

قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي ویلي چې برید د صفي الله په نوم د دوی یوه نفوذي غړي کړی او ادعا کوي چې ۱۲ بهرني سرتېري یې وژلي دي. خو حکومتي چارواکي دا ادعا ردوي.