سبا د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

سبا سې شنبه به د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي ټيمونه د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د کرکټ د درې اړخیزو شل اوریزو کرکټ لوبو دا فاینل به داسې وخت ترسره شي چې ښايي راشد خان پکې ونه شي لوبېدلی.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې د افغانستان د لوبډلمشر چپه پښه په تېره لوبه کې ژوبل شوی، نو ځکه یې په فاینل کې لوبېدل په شک کې دي.

د افغانستان او بنګله دېش ټیمونه د شنبې په ماښام ولوبېدل چې د افغانستان ملي ټیم د ماتې د منلو تر څنګ د دې ټیم کپټان راشد خان په فیلډېنګ کې ژوبل هم شو.

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ له شااوخوا لسو ورځو راهیسې د بنګله دېش په کوربه توب روانې دي.

په دې لوبو کې افغانستان په ګروپي دور کې د زمبابوې او بنګله دېش په وړاندې څلور لوبې کړي چې دوه یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.