د ایران ولسمشر حسن روحاني په خلیج کې د بهرنیو ځواکونو حضور غندلی او ویلي یې دي چې ایران به د سیمې له هېوادونو سره د امنیت په ټینګښت کې لاس یو کړي.
هغه دا خبرې پرون په تهران کې کړي دي.
روحاني د ایران – عراق د جګړې د یادښت په مراسمو کې ویلي چې په سیمه کې د بهرنیو حضور ناامنۍ زیاتې کړي دي.
ده وویل: که واقعاً د سیمې امنیت غواړئ، له دې سیمې فاصله ونیسئ، په سیمه کې ستاسو حضور تل بلا راوستې او څومره چې د سیمې له هېوادونو لېرې کېږئ، هغومره به زموږ سیمه له امنیته برخمنه وي.
روحاني داسې وخت دا خبرې کړي چې د ایران او امریکا کړکېچ د سعودي د تېلو په چاڼځایونو د وروستیو بریدونو په خاطر اوج ته رسېدلی.
امریکا او سعودي په ایران تور لګولی چې د وړمې شنبې په بریدونو کې ښکېل دی.
امریکا ویلي چې د سعودي عربستان د دفاعي او هوايي وړتیا د لوړولو لپاره خلیج ته نور پوځیان ور لېږي.