هغه شرکت چې د بریتانیا د بیرغ لرونکې تېل وړونکې کښتۍ یې په جولای میاشت کې له سپرلیو سره ایران ولجه کړې وه وايي، د دوی کښتۍ ښايي په څو ساعتونو کې خوشې شي.
د دغه سویډني شرکت اجراییه رییس ایریک هانیل په یوه بیان کې چې نن د سویډن یو ټلویزیوني چینل خپور کړ په دې اړه جزییات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي، دوی ته داسې معلومات رسېدلي چې دا کښتۍ ښايي په څو ساعتونو کې خوشې شي.
هانیل زیاتوي، دوی خبر ترلاسه کړی چې د دې کښتۍ د خوشې کولو سیاسي پرېکړه شوې ده.
دا خبر څو ساعته وروسته له هغه خپرېږي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني نن وویل، ملګروملتونو ته به په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګولو په اړه یو پلان وړاندې کړي.
روحاني په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل، ایران د خلیج د سیمې ټولو هېوادونو ته د ملګرتیا او ورورۍ لاس ورغځوي او حتی چمتو دی چې د نورو سهوې وبخښي.
د ایران ولسمشر په خلیج کې د امریکا وروستیو اقداماتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، که هغوی په رښتیا په سیمه کې امنیت غواړي نو باید وسلې، جنګي الوتکې، بمونه او نورې درنې وسلې سیمې ونه لېږي.
په پام کې ده چې ښاغلی روحاني د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې ګډون وکړي.