د لوګر امینتي چارواکي وایي چې تېره شپه د دې ولايت د محمداغې ولسوالۍ اړونده سیمه کې افغان امنيتي ځواکونو د حشمت په نوم د طالبانو يو مهم قوماندان له يو تن بل طالب سره وژلی.
د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي ازادي راډیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې حشمت د سړکونو په سر د چېک پاینټونو په اچولو او د خلکو په ښکته کولو کې مهمه ونډه لرله چې څه موده وړاندې یې د لوګر د ټرافيکو سرپرست مدير هم له موټره ښکته او بیا وژلی و.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.