د چاريکار ښار د شاه مست قلندر په سیمه کې د هاوان د مرمۍ د چاودنې له امله یوه ښځه وژل شوې او ۸ تنه زخمیان شوي دي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالواسع ګلبهاري پرون د سپټمبر په یویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې په زخمیانو کې ۶ کوچنیان دي.
ګلبهاري وویل چې زخمیان روغتون ته لېږدول شوي دي.