د ارزګان بزګران د خپلو حاصلاتو لپاره باراز غواړي

ځایي بزګران وایي چې په ارزګان کې سږکال د وچو او تازه میوو حاصلات زیات شوي خو بازار نه لري.

د ارزګان د مرکز ترینکوټ یو شمېر بزګرانو ازادي راډيو ته وویل چې د وچو او تازه مېوو حاصلات يې د پخوا په پرتله دوه چنده شوي او لامل يې سږکال زیات بارانونه یادوي.

خو دوی وايي، که څه هم حاصلات يې زیات شوي، خو بازار نه لري.

غوښتنې يې دا دي چې دولت دې د حاصلاتو لپاره بازار ورته پیدا کړي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، پلان لري چې څو په دغه ولایت یخې خونې جوړې کړي.