کندهار کې هوايي برید۱۰ طالبان وژلي دي

د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته امریکايي چارواکو پر طالبانو د پوځي فشار ډېرېدو خبره کړې.

د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې چارواکي وایي، په ارغستان ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ۱۰ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د کندهار دوالي ویاند بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې دغه طالبان تېره شپه ناوخته د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

ښاغلي احمدي وویل چې دغو وسله والو غوښتل د دولتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي خو پلان یې افشا شو او پخپله ووژل شول.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات ډېر شوي دي.

امریکايي چارواکو او په تېره بیا د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر طالبانو د پوځي فشار ډېرولو خبره کړې.

ښاغلي ټرمپ د مذاکراتو لغوه کېدو ته اشارې پرون (سپټمبر ۲۰مه) ویلي چې وسله والو طالبانو سخته اشتباه وکړه او داسې سخت وهل شوي چې په ۱۹ کلنې جګړه کې ساری نه لري.

د افغانستان حکومت هم د طالبانو پروړاندې خپل عملیات ډېر کړي دي.