د مومندو په قبایلي سیمه کې چاودنې ۲ پاکستاني پوځیان وژلي

د پاکستان پوځ وايي، افغان پولې ته څېرمه یې د ماین په چاودنه کې د یوه جګپوړي پاکستاني پوځي افسر په ګډون لږ تر لږه ۲ پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر مشر اصف غفور د جمعې په ورځ ناوخته د دغې ادارې پر ټویټر پاڼې لیکلي: دا پېښه د جمعې په ورځ افغان پولې ته څېرمه د مومندو په قبایلي سیمه کې رامنځته شوې ده.

د غفور په خبره، پوځیانو پر افغان پولې پر هغه سیمه د اغزن تار لګولو بهیر څاره چې پر ځمکه په خښ شوي ماین ور برابر شول.

دا په تېره یوه اوونۍ کې دوهم ځل دی چې افغان پولې ته څېرمه پاکستاني پوځیان وژل کېږي.

تر دې مخکې تېره اوونۍ په دیر کې هم د پاکستان د پوځ ۳ سرتېري هغه مهال وژل شوي وو چې د پوځ په وینا، په سیمه کې یې پر افغان پوله اغزن تار غځاوه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د پوځ د میجر او عسکر د وژلو مسؤلیت لا تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.