چارواکي: په لوګر کې هوايي برید پنځه وسله وال طالبان وژلي

د لوګر مرکز پل علم

په لوګر کې امنیتي چارواکو ویلي چې د جمعې په شپه د کمال خېلو په سیمه کې په هوايي حمله کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ازادي راډیو د خبریال په حواله، په دې حمله کې د وسله والو یو مشر بابک هم وژل شوی دی.

په لوګر کې د څلورمې پلې لوا ویاند احمد شکیل تسل دا خبر تأیید کړی، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه خبرې نه دي کړي.