د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د کمپاین غونډې ته نږدې نن د هاوان مرمۍ راپرېوتې.
د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ماسپښین مهال د هاوان دوه مرمۍ د ګردېز د تېرې باغ په سیمه کې ولګېدې چې څوک نه دي پکې زیانمن شوي.
بیان زیاتوي چې دا مرمۍ د جمهوري ریاست د کاندید ګلبدین حکمتیار د انتخاباتي کمپاین په ۵۰۰ متره واټن کې ولګېدې.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د کمپاین دا غونډه چې په خپله ښاغلی حکمتیار هم پکې حاضر و، له دې حملې وروسته ګډوډه شوه.