نیویارک ټایمز: ټرمپ باید له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، ټرمپ باید له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي.

د مقالې لیکوال لیکلي چې د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو تر لغوه کېدو وروسته د طالبانو بریدونو زور اخیستی او په وړاندې یې هوايي حملې زیاتې شوي دي.

د نیویارک ټایمز په دې مقاله کې راغلي چې د طالبانو په بریدونو ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

په دوام کې راغلي چې د خبرو د بندولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ دلیل بې معنی دی او متحده ایالتونه د تاوتریخوالي د زیاتېدو د یوې برخې مسؤل دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، خلک د افغانستان په کلیو او بانډو کې د امریکا او افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې هم زیانمنېږي چې د لیکوال په باور، ډېر خلک نه پرې خبرېږي.

ورځپاڼې د امریکا او افغان چاروکو دا استدلال هم راخیستی چې وايي، طالبانو د ښارونو د نیولو لپاره هڅې چټکې کړي، خو دوی یې په وړاندې پوځي فشار زیات کړی دی.

په دوام کې راغلي چې د متحده ایالتونو پوځ ویلي چې هوايي بریدونه او د عملیاتو زیاتېدل به طالبان نرمښت ته اړ کړي او یا به دا ډله له ماتې سره مخ کړي.

ډیفنس پُسټ:

ډیفنس پُسټ خپرونې په ننګرهار ولایت کې په هوايي برید کې د لسګونو ملکیانو د مرګ ژوبلې د ادعا په اړه لیکنه خپره کړې ده.

خپرونې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ویاند ساني لېګېت په حواله لیکلي چې امریکايي ځواکونو پنجشنبه سهار په ننګرهار کې د داعش په ترورېستانو یوه دقیقه حمله کړې ده.

لیګیت زیاته کړې چې د ملکیانو د وژل کېدو د ادعاو په اړه راپور ورسېدلی او له سیمه ییزو چارواکو سره کار کوي څو حقایق معلوم کړي.

ډیفنس پُسټ د امریکايي ځواکونو د دغه ویاند په حواله زیاته کړې چې تحقیقات ځکه کوي څو ډاډمن شي چې طالبانو دا توطیه کړې، ځکه غواړي په زابل کې له خپل هغه بریده د خلکو فکر واړوي چې پکې لسګونه ملکیان مړه او ټپیان شوي.

طالبانو په زابل کې د پنجشنبې په ورځ مرکزي روغتون ته څېرمه برید کړی.

چارواکو ویلي په دې برید کې ۲۰ تنه ملکیان وژل شوي او شااوخوا نوي نور ژوبل دي.

ډيفنس پُسټ د امریکايي ځواکونو په حواله لیکلي چې دوی په یوه پېچلي محیط کې د داسې خلکو پر ضد جنګېږي چې ملکیان هدف ګرځوي.

ډیفنس پُسټ خپرونې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې حضور ته هم پام شوی.

د خپرونې په لیکنه، د دې ډلې د له منځه وړلو لپاره د امریکا متحده ایالتونو له تېرو هڅو سره سره دې ډلې د افغانستان په څو ځایونو له هغې ډلې ننګرهار، هلمند، جوزجان، سرپل او فراه کې ځای پیدا کړی.