چارواکي: د ننګرهار په خوګیاڼو کې هوايي برید ۱۶ تنه وژلي

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په هوايي حمله کې چې هدف یې د داعش وسله وال وو، ۱۶ تنه وژل شوي او ۸ تنه زخمیان دي.

حمله د چهارشنبې په شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په تور وټ سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي چې حمله د نړیوالو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په داسې سیمه کې د داعش پر وسله والو کړې چې د ملکي خلکو کورونه نه شته، خو د پېښې په ځای کې د جلغوزو د ټولولو لپاره یو شمېر خلک موجود وو.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي چې دوی د پېښې په اړه جدي څېړنې کوي او ټینګار کوي چې په پوځي عملیاتو کې باید د ملکي خلکو امنیت ته پام وشي.

خو د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي سهراب قادري رسنیو ته ویلي چې په حمله کې دېرش د جلغوزو ټولوونکي وژل شوي او څلوېښت تنه زخمیان شوي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت ویلي چې دوی ته په ننګرهار کې د ملکي تلفاتو د ادعاو رپوټ ور رسېدلی، خو د حقیقت موندلو لپاره له سیمه ییزو چارواکو سره کار کوي.