د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د داعش پر پناه ځایونو د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې بزګر وژل کېږي، د منلو وړ نه ده.
دغه سازمان ویلي چې دا د ملکي خلکو د ژوند په اړه جدي بې پروايي څرګندوي.
دا خبره د بخښنې د نړیوال سازمان یوه چارواکي دافني ایویاتار په یوه اعلامیه کې چې پرون د سپټمبر په نولسمه خپره شوه، کړې ده.
ایویاتار پر امریکايي ځواکونو غږ کړی چې له احتیاطه دې کار اخلي او په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې دې د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې شپاړس تنه د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوي او اته تنه زخمیان شوي دي.
د امریکا پوځ او د افغانستان دفاع وزارت په خوګیاڼو کې حمله تأیید کړې، خو د تلفاتو دقیق رقم یې نه دی څرګند کړی.
دواړو ویلي چې په دې اړه څېړنې کېږي.