نورالله جلیلي: د بریا په صورت کې به اسلامي جمهوري نظام، اسلامي امارت ته واړوم

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند سید نور الله جلیلي

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند سید نورالله جلیلي وايي، د بریا په صورت کې به د افغانستان اسلامي جمهوري نظام، اسلامي امارت ته واړوي.

ښاغلی جلیلي وايي، د اسلامي امارات په راتګ سره د ټولو افغانانو حقوق په مساوي ډول تضمین کېدای شي.

هغه د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د بریا په صورت کې به د افغانستان حاکم جمهوري نظام، اسلامي امارت ته واړوي.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند سید نور الله جلیلي

دی وایي: اسلامي امارت د پیغمبرانو او خلفاو طریقه ده او جمهوري هغه نظام دی چې د بشر په لاس جوړ شوی، که زه ولسمشر شم، ژر تر ژره به د اساسي قانون لویه جرګه را وغواړم او هلته به د افغانستان جمهوري نظام، اسلامي امارت ته واړوم، هغه ټول نامعلوم اړخونه چې طالبان یې په مقابل کې هره ورځ لسکونه افغانان وژني، هغه ټول به حل کړم، د دې لپاره چې دلته د افغانانو د ژوند مسئله ده.

ښاغلي جلیلي وویل، که اړتیا ولیدل شي، د سولې د ټینګښت لپاره حاضر یم چې ملي سرود او د افغانستان درې رنګه بیرغ هم بدل کړم.

هغه وایي، د اړتیا په صورت کې اړینه بولم چې په ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو ټولګي هم له اتبدايي دورې وروسته بېل شي.

ښاغلي جلیلي تېره شپه په کابل کې په یوه شخصي ټلویزیون کې د یوې مناظرې پر مهال ویلي چې د طالبانو مبارزه د شاه امان الله خان لاره وه.

هغه د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو جګړه په افغانستان کې مشروعیت لري.

هغه که څه هم د افغان امنیتي ځواکونو جګړه د خپلې خاورې د دفاع په خاطر مشروع بولي، خو وايي چې افغان امنیتي ځواکونه کور کورانه جګړه کوي.

د ښاغلي جلیلي خبرې د ارګ له جدي غبرګون سره مخ شوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دغه څرګندونې د افغانستان ملي امنیت ته ګواښ بولي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

دی زیاتوي: دغه څرګندونې د طالبانو له کړنو سره د دې نوماند همفکري په ګوته کوي، موږ هیله لرو چې اړوندې ادارې د دغو څرګندونو په اړه له دې نومانده پوښتنه وکړي، دغه څرګندونې غیر مسؤلانه او د هېواد ملي امنیت ته ګواښ دي.

د افغانستان اجرائيه ریاست هم دغه څرګندونې بې اساسه بولي او غوښتنه کوي چې عدلي او قضايي بنسټونه دې په دې اړه پلټنه وکړي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امېد میثم وایي: د افغانستان عدلي او قضایي بنسټونه د قانون مطابق مسؤلیت لري چې له هغو کسانو سره چې د افغانستان له دښمنانو سره همفکري لري، تر پوښتنې لاندې راولي، دا یوه معلومه خبره ده چې دغه ډول څرګندونې نه د افغانستان حکومت او نه هم افغانانو ته د منلو وړ دي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امېد میثم

خو نورالله جلیلي ارګ او اجرائیه ریاست د دې غبرګونونو په اړه داسې ګواښي: که دوی له ما څخه څه نا څه پوښتنې شروع کړي، زه به له هغوی څخه سلګونه مواردو کې پوښتنې وکړم، د افغانستان وضعیت به دومره پېچلی شي چې بیا به څوک خپله لاره هم پیدا نه کړي.

دغه نوماند په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې له دې وړاندې د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس تل په جمهوري نظام ټینګار کړی.

دغه دواړه نوماند په داسې حال کې چې په حکومت کې شریکان هم دي، خو تل یې د طالبانو جګړه د افغانانو پروړاندې غیر مشروع یاده کړې ده.