په خوست کې د ټرافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او د یوې ښځې په شمول پنځه تنه زخمیان شوي دي.
د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت د خوست ولایت امنیتي چارواکي وایي چې نن پنجشنبه د سنبلې د میاشتې په ۲۸ مه د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د المرۍ سیمه کې د کابل - خوست پر عمومي سړک د سراچه او ټوډي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د خوست د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر وایي، په پېښه کې درې تنه مړه او د یوې ښځې په شمول پنځه تنه ټپیان شوي دي چې وژل شوي کسان او ټپیان ملي پولیسو ملکي روغتون ته انتقال کړي دي.
یاده ترافیکي پېښه د موټروانونو د بی احتیاطۍ له امله رامنځ ته شویده.