د امریکا ولسمشر رابرت اوبراین د ملي امنیت سلاکار نومولی

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ رابرت اوبراین د ملي امنیت سلاکار نومولی دی.

رابرت اوبراین په وروستیو دوو کلونو کې څلورم وګړی دی چې د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت د سلاکار په توګه ګمارل کېږي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د سپټمبر په اتلسمه خبریالانو ته وویل: ښاغلی اوبراین ښه نوم لري، هغه ته ډېرو خلکو چې حتی زه نه وم خبر چې دی پېژني، ډېر احترام درلود.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر څو ورځې وړاندې جان بولټن د ملي امنیت د سلاکار له څوکۍ لېرې کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو وروستیو حملو او په افغانستان کې د امریکا او طالبانو د سولې د پروسې لغوه کېدو په منځني ختیځ او د اسیا په جنوب کې امنیتي او سیاسي وضعیت لا پېچلی کړی دی.