الکسي نوالني د سخروف د فکر د ازادۍ جایزې ته کاندید شو

د روسیې د حکومت ستر منتقد الکسي نوالني

د اروپايي پارلمان غړو پرون د سپټمبر په اتلسمه الکسي نوالني د سخروف د فکر د ازادۍ جایزې ته کاندید کړ.

الکسي نوالني د روسیې د حکومت له سترو منتقدانو دی او په هغه هېواد کې له اداري فساد سره مبارزه کوي.

د اروپا د خلکو ښي اړخي مرکزي ګوند چې د اروپا په پارلمان کې لوی ځای لري، وویل چې نوالني یې د دې لپاره غوره کړی چې هغه یوازې په روسیه کې د فکر د ازادۍ دفاع نه کوي، بلکې د حقیقت لپاره یې غږ اوچت کړی دی.

د چین د ایغور مسلمانانو د حقونو مدافع الهام توتي هم چې د بېلتون غوښتنې په تور په عمر قید محکوم شوی، په کاندیدانو کې دی.

د جایزې ګټونکی به د اکټوبر په ۲۴مه اعلان شي.

اندرې سخروف د روسیې معروف فزیک پوه دی چې اروپايي پارلمان له ۱۹۸۸ میلادي کال راهیسې هر کال د هغه په درناوي د فکر د ازادۍ مدافعانو ته جایزه ورکوي.