عربستان په فارس خلیج کې د کښتیو امنیت ساتلو له ایتلاف سره یوځای شو

ریاض وروسته له هغه له دغه ایتلاف سره یوځای کېږي چې د روانې اونۍ په پيل کې یې د نفتو پر تاسیساتو ویجاړوونکي بریدونه وشول.

سعودي عربستان نن چهارشنبه (وږي ۲۷مه) د امریکا په مشرۍ له هغه اېتلاف سره یوځای شو چې په فارس خلیج کې په نړیوالو اوبو کې د کښتیو تګ راتګ خوندي کولو لپاره جوړ شوی دی.

ریاض وروسته له هغه ددغه ایتلاف برخه ګرځي چې د روانې اونۍ په پيل کې یې د نفتو پر تاسیساتو ویجاړوونکي بریدونه وشول.

دغه ایتلاف د امریکا په مشرۍ جوړ شوی چې ترډېره یې هدف په سیمه کې په نړیوالو اوبو او په تېره بیا له هرمز تنګي څخه د تېرېدو پرمهال د سوداګریزو بېړیو او نفتي ټانکرونو د تګ راتګ خوندي کول دي.

کله چې امریکا له ایران سره له شوي اټومي تړون نه بهر شو او ددغه هېواد د نفتو پر صادراتو یې بندیزونه ولګول نو په فارس خلیج کې په ځینو نفت وړونکو کښتیو کې بمي چاودنې وشوې.

امریکايي چارواکو ددغو چاودونو ملامتیا تهران ته راجع کړ، خو ایراني چارواکو پکې هرډول ښکېلتیا رد کړه.

پردې سربېره د روانۍ اونۍ په پیل کې د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو بریدونه شول. که څه د یمن حوثي یاغیانو یې مسئولیت منلی، خو د امریکايي چارواکو په ګومان ښايي د ایران له خاوې شوې وي. واشنګټن ددغو بریدونو د څرنګوالي ارزولو په حال کې دی.

په همدې حال کې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سعودي پلازمېنې ریاض ته رسېدلی او له سعودي چارواکو سره د تېلو پر تاسیساتو د برید په اړه د امریکا پر غبرګون خبرې کوي.

ټاکل شوې چې ښاغلی پامپیو نن د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.