نن په اسرائیل کې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي

د متقاعد پوځي بیني ګانتز او د اسرائیل اوسني صدراعظم بنیامین نتنیاهو ګوندونه یو د پل وړاندې ولاړ دي.

نن په اسرائیل کې پارلمان دوه ویشتمې دورې لپاره انتخابات کېږي.

د مرکزي شین او سپین ګوند مشر متقاعد پوځي بیني ګانتز د اسرائیل اوسني صدراعظم بنیامین نتنیاهو د لیکود ګوند پر وړاندې انتخاباتو ته دریدلی.

ښاغلی نتنیاهو غواړي چې د څلورم ځل لپاره په انتخاباتو کې بریالی شي، خو په دې ټاکنو کې ګانتز د ده سخت سیال دی.

داسې اټکل کیږي چې د دې انتخاباتو نتیجه به ډيره سره نژدې وي او که په دې ټاکنو کې کوم یو مخکې شو، هغه به غوڅ اکثریت خپل نه کړي او اړ به وي چې له وړو ډلو سره ایتلافي حکومت جوړ کړي.

د اټکلونو له مخکې د دواړو مخکښو کاندیدانو هرګوند ښایی د اسراییل د ۱۲۰ کسیز پارلمان شاوخوا ۳۲ څوکۍ خپلې کړي.

د اسراییل له نژدې نهه میلیونه نفوس څخه شاوخوا شپږملیونه او ۳۰۰ زره وګړي د رای ورکولو مستحق دي.