ګالپ: افغانان په نړۍ کې ترټولو زیات ناهیلي خلک دي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي امریکا او ناټو ملګري یې په ګډه افغانستان ته تللي، خو د سولې له خبرو د هغوی لرې کول بې کفایتي او کم نظري ښکاره کوي.

فایننشل ټایمز:

فایننشل ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش ډلې په حضور باندې تمرکز کړی او لیکلي یې دي چې د امریکا او طالبانو د خبرو په لغوه کېدو سره د دې ډلې د حضور د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په کابل کې څو مرګوني بریدونه او د طالبانو د مشرانو هدف ګرځېدل د داعش یا اسلامي دولت ډلې د نفوذ زیاتېدل ښکاره کوي.

د مطلب په دوام کې راغلي چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې اړوندو کسانو د افغانستان په ختیځ کې خپل حضور زیات کړی او هغه اندېښنې یې زیاتې کړي چې ګواکې دا ډله په دې سیمه کې خپل ځان ته پټنځایونه جوړ کړي او په نړۍ کې لویې حملې وکړي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې د طالبانو او امریکایانو د خبرو ماتېدو ته هم اشاره کړې ده.

ورځپاڼې د یوه پوځي کارپوه جاناتان شرودن په حواله لیکلي چې وضعیت پیچلی دی خو واشنګتن باوري دی چې مذاکرات له افغانستانه د پوځیانو د وتلو یواځنۍ لاره ده چې په نتیجه کې یې د امریکا ګټې خوندي پاتې شي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې په دې تمرکز کړی چې امریکا باید په خبرو کې خپل شریکان ور ګډ کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې یو مهم لوری نه لیدل کېده او هغه ناټو او د دغه سازمان د قاطع ملاتړ ماموریت و.

د مطلب په دوام کې راغلي د امریکا ملګري په ګډه افغانستان ته تللي، خو د متحده ایالتونو د ادارې له لوري د سولې له خبرو د هغوی لرې کول بې کفایتي او کم نظري ښکاره کوي.

د واشنګتن پُسټ ورځپاڼې د مطلب لیکوال له امریکايي رسنیو هم انتقاد کړی او پوښتنه یې کړې چې ولې یې په دې اړه په خپل وخت رپوټ نه دی ورکړی.

ګالپ:

ګالپ امریکایي موسسه چې په ټوله نړۍ کې سروې ګانې ترسره کوي په یوه تازه سروې کې ویلي چې په هرو لسو افغانانو کې نهه تنه په دغه هېواد کې له روان حالته کړیږي.

د سروې په نتایجو کې راغلي چې د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو په بندېدو، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ لرې شو، خو د طالبانو وروستیو بریدونو د خلکو دا هیله ماته کړه چې انتخابات به سولې او ثبات ته لاره هواروي.

ګالپ په دې سروې کې ویلي چې په نړۍ کې د ژوند د وضعیت په اړه د دوی د سروې له مخې افغانستان یواځینۍ هېواد دی چې خلک یې له خپلې وضعې ډېر کړېږي.

افغانستان ته له لسو ۲،۷ نمرې ورکړل شوي چې د ګالپ په لیکنه تر ټولو زیاته ناهیلي ښکاره کوي.

ګالپ کمپنۍ په افغانستان کې له ګڼو خلکو سره چې اکثره یې ځوانان او له ۳۵ یې عمرونه کم و مرکې کړي او په دریو کې دوو یې ویلي چې د پرون په نسبت یې نن ورځ خرابه تېریږي.

د سروې له مخې افغانانو د دویم پرلپسې کال لپاره هېڅ هیله نه ده ښکاره کړې چې ژوند یې مثبتې خوا ته روان دی.

ګالپ لیکلي په ګرده نړۍ کې د هېڅ یوه هېواد وګړي دومره له خپلې وضعې نه کړېږې لکه د افغانستان.

د سروې له مخې په دریو کې یوه کس ویلي چې ژوند یې ښه روان دی او دا چې په خوله یې موسکا خپره ده.

د امنیت او سوکالۍ نشتوالی د دې باعث شوی چې افغانان د پرمختګ کم چانس ولري او د ګالپ په لیکنه دا حالت د دې خبرې اصلي عامل دی چې افغانان د خپلې ښې راتلونکي په اړه ډېر خوشبینه نه دي.