سپاه پاسداران په فارس خلیج کې یوه بېړۍ نیولې

په هرمز تنګي کې د ایراني ځواکونو بېړۍ (د ارشیف انځور)

د ایران سپاه پاسداران وايي، په فارس خلیج کې یې یوه بېړۍ په دې تور نیولې چې متحده عربي اماراتو ته‌یې ډیزل په قاچاق وړل.

د سپاه پاسداران یوه جګپوړي قوماندان پرون (دوشنبه) وویل چې په دې بېړۍ کې ۲ لکه ۵۰ زره لیتره ډیزل بار وو.

د دغه ځواک د قوماندان برید جنرال علي عظمايي په وینا دا بېړۍ چې د ایران لوی تُنب ټاپو ته نږدې نیول شوې، د ایران له لِینګه (Lengah) بندر څخه د متحده عربي اماراتو د اوبو لور ته روانه وه.

ده همداراز ویلي چې د بېړۍ ۱۱ عمله‌یې هم توقیف کړې ده، خو په دې اړه‌یې څه نه‌دي ویلي چې دا بېړۍ یې کله نیولې او یا د هغې عمله د کوم هېواد اتباع دي.ایران دا اعلان په داسې وخت کې وکړ چې پر دغه هېواد د سعودي عربستان د تېلو تر ټولو پر سترو تأسیساتو د حملې تورونه پورې شوي دي.