ایران د امریکا دا تورونه رد کړل چې ګنې دا هېواد د سعودي عربستان د تېلو د تأسیساتو په حملو کې لاس لري.
د سعودي عربستان د بقیق او خریص د تېلو پر تأسیساتو د شنبې د سهار د حملو له کبله د دې هېواد د تېلو نږدې نیمايي تولید په ټپه درېدلی او په نړۍ کې د اومه تېلو عرضه تر بل هر وخت له لوی خنډ سره مخامخ شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي پرون (دوشنبه) په هغو خبرو کې چې د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون خپرې کړې وویل، دا څرګندونې غندي او کاملاً د نهمنلو او بېاساسه دي.
له دې جلا د ایران ولسمشر حسن روحاني په انقره کې د ترکیې او روسیې له ولسمشرانو سره له خبرو وروسته د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو حملې پر یمن د یرغل په وړاندې د دغه هېواد د خلکو ځوابي عمل وباله.
امریکايي چارواکو ویلي، د شنبې د ورځې د حملو له نښو نښانو ښکاري چې ایران پهکې لاس لري، نه د یمن حوثیان.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر پرون وویل، پوځیې د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو د شنبې د ورځې د حملو په وړاندې غبرګون ښودلو ته تیاری نیسي.
ده د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو حمله چې د دغه هېواد د تېلو تولید یې نږدې نیمايي ته راکم کړی، بېسارې وبلله.