اشرف غني له عبدالله عبدالله سره په مناظره کې ګډون ونه‌کړ

عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان

ټاکل شوې وه د افغانستان ولسمشر او اجرائیه رئيس چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو مخکښ کاندیدان ګڼل کېږي، پرون په یوه ټلوېزیوني مناظره کې ګډون وکړي.

خو اریانا ټلوېزیون چې د دې مناظرې وړاندې کوونکی و، وايي چې ولسمشر غني په وروستۍ شېبه کې دا مناظره لغوه کړه. د دې ټلوېزیون په وینا د ولسمشر غني امنیتي ساتونکي د ټلوېزیون سټودیو ته راغلي وو، خو په وروستۍ دقیقه کې یې مناظره لغوه کړه.

د ولسمشر غني له لوري په یو اړخیز ډول د مناظرې له لغوه کېدو وروسته عبدالله عبدالله پوښتنو ته ځواب ووایه او ویې‌ویل: "نو منظاره په مصاحبه بدله شوه ځکه چې مناظره د دوو تنو یا دوو خواوو ترمنځ وي."

ده وویل، اشرف غني په انتخاباتو کې د بري چانس نه‌لري.

عبدالله دا هم وویل چې غني موقع لرله چې د ده خبرو ته ځواب ووايي، خو حاضر نه‌شو.

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې خلکو د ملي او نړیوالو مسئلو په اړه د ښاغلي عبدالله خبرې اورېدلي او په تېرو ۵ کلونو کې یې د نوموړي کارونه لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاینونو په لړ کې خپل پروګرام نه‌دی وړاندې کړی او د ده بحثونه پر شخصي مسئلو او تور لګونو راڅرخي.