په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت یو سرتېری ووژل شو

د ناټو په مشرۍ غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، یو سرتېری یې پرون (دوشنبه) په افغانستان کې ووژل شو.

د قاطع ملاتړ مأموریت له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا امریکايي پوځي د عملیاتو په مهال وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې د سرتېري د هویت او د پېښې د جزئیاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د امریکا د دفاع وزارت له مقرراتو سره سم د هر وژل شوي پوځي هویت د قرباني د کورنۍ غړیو ته د خبر له ورکولو ۲۴ ساعته وروسته اعلانېږي.

د روېټرز خبري اژانس پر اساس، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۷ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.