د افغانستان د پخوانیو والیانو ټولنې ددغه هېواد له حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د سولې خبرې له سره پیل کړي.
ددغې ټولنې غړو نن (دوشنبه، وږي ۲۵مه) په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي او باید د خبرو له لارې ورته د پای ټکی کېښودل شي.
ددغه ټولنې یوه غړي عبدالله هېواد وویل، که څه هم ولسمشریزې ټاکنې راروانې دي، خو د سولې پروسه چې یو ملي بهیر دی باید تر پښو لاندې نه شي.
ښاغلي هېواد زیاته کړه: "که چېرته سوله راتلونکې وي، نو د افغانستان د پخوانیو والیانو ټولنه ښه ګڼي چې لومړۍ سوله راشي او بیا ټاکنې تر سره شي."
هغه وویل، ښايي ټاکنې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په څېر ډېر وخت ونیسي، نو پکار ده چې حکومت د سولې اقدامات ونه دروي.
تېره اونۍ د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې له طالبانو سره د سولې ټولې هڅې یې درولي او په دې تړاو به تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته د افغانستان راتلونکی حکومت تصمیم ونیسي.
د افغانستان حکومت داسې مهال دا اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو د سولې خبرې لغوه کړې.
د افغانستان د پخوانیو والیانو ټولنه غواړي چې د سولې لپاره بین الافغاني خبرې پیل شي. په پام کې وه چې له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو تر نهايي کېدو او توافق وروسته بین الافغاني خبرې پیل شي، خو د ولسمشر ټرمپ پرېکړې دا بهیر هم وځنډوه.
بلخوا د افغانستان د سولې په برخه کې د دولت وزارت وايي که څه هم دوی ته سوله او ټاکنې دواړه مهمې دي او حکومت په دې تړاو خپلې هلې ځلې کړي، خو نور اقدامات باید د راتلونکي حکومت لخوا وشي.
ددغه وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل، "د سولې په اړه هڅې دننه افغانستان کې روانې دي، د افغانستان د سولې وزارت د سولې په تړاو ټولو مسولیتونو ته ژمن دی او پوره کوي به یې، خو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پورې د سولې هلې ځلې ځنډول شوي."
په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي نن د جرمني او ناروې له سفیرانو سره کتلي او د افغانستان د سولې پر راتلونکو ګامونو یې خبرې کړې دي.
ښاغلي رحیمي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې المان او ناروې د افغانستان بااعتماده شریکان دي او هیله من دی چې د هغوی په ملاتړ د سولې بهیر خپل مسیر ومومي.
په پام کې وه چې ناورې د افغانستان د سولې په تړاو د بین الافغاني خبرو کوربه وي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا یوه غړي عبدالحکیم مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د خبرو بیرته پیلېدل د ټولو افغانانو غوښتنه ده او دغه خبرې باید بېرته له سره پیل شي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: "زما په باور افغانان دواړو پروسو ته اړتیا لري. ټاکنې باید د اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره شي او ددې لپاره چې جګړه پایته ورسیږي او افغانان یوې تل پاتې سولې ته ورسیږي، د سولې خبرې هم مهمې دي."
په پام کې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې میاشتې په ۶مه ترسره شي.